د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره مناسبې ساحې په نښه شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۳:۵۳
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د ځمکې لاندې ابو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز او د کابل سیندیزې حوزې تخنیکی سلاکار محترم روح الله مایار د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د قروغ غره په لمنو کې د شنو خونو، ریګراشنونو او شته آبریزو څخه لیدنه وکړه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره یې مناسبې ساحې په نښه کړې.

همدارنګه یادو مسؤلینو د پغمان ولسوالي اړوند د ارغندۍ درې اوبه چې تر اوسه پورې د ګټې اخیستنې پرته د سیند په مجرا کې بهیدلې، د لویو شته ژورو کندو په واسطه چې د څو کلنو په ترڅ کې خصوصي شرکتونو د سیند له مجرا څخه ساختماني مواد ایستل او په لویو ګودالونو بدل شوې وي چې  د 1.94 میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لری، مدیریت کړې .

د کابل سیندیزې عمومي حوزې مسؤلین په پلان کې لري چې هغه ټول تدابیر په لاره واچوي چې د پغمان ولسوالي اړوند درو د سطحي اوبو د مدیریت لپاره اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

غزني ولایت کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند جیولوجیکي څېړنې ترسره شوې

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند ساحوي جیولوجیکي څېړنې د یوه کورني شرکت، د اوبو انرژي وزارت د څېړنو ریاست او د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۹:۱۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د پلتوني بند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

٢٤/ رمضان /١٤٤٧

٢٢/ حوت/ ١٤٠٤

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده،په داسې حال کې چې د وزارت د انجینري خدماتو عمومي رئیس انجینر اسدالله عمار او د پکتیکا د سیندیزې. . .

بیرته تګ

User account menu