د کاپیسا د میتیورولوژي سټیشن څخه د هغه د ساتنې او مراقبت او تنظیم په موخه څارنه وشوه
د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د کابل عمومي سیندیزې حوزې د مسؤلینو سره د کاپیسا د میتیورولوژي سټیشن څخه د هغه د ساتنې او مراقبت، تنظیمولو او د اړوند اندازه ګیري سیسټمونو او سنسرونو د کنټرول په موخه څارنه وکړه او ستونزې یې ور هوارې کړې.
همدارنګه تخنیکي ټیم ته د سټیشنونو د ساتنې او مراقبت په موخه اړینې لارښوونې وشوې.