د کاپیسا ولایت د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د چټکتیا لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اېم، جي، اې، اېم-اېم، سي، سي چینایي شرکت له مسؤول ښاغلي سونګ سره ولیدل. په دغه ناسته کې دواړو خواوو د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د پرمختګ او د چټکتیا د لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

دواړو خواوو د دغې پروژې د تخنیکي مطالعاتو د عملي کولو په پیل باندې خوښي وښوده او د وروستيو کړنو د ترسره کولو لپاره یې د هغه د چټکتیا په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

د غونډې په بهیر کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته د نوموړي بند د مطالعاتو د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاريو د ترسره کولو څخه ډاډ ورکړ.

له بلې خوا د نوموړي شرکت مسؤول هم د اوبو او انرژي وزارت د ملاتړ په ستایلو سره د دغهٔ وزارت په اړوندو پروژو کې د خپلې پانګونې د پراخولو لپاره ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د باغدرې بند سیمې ته د یو سفر په ترڅ کې د دغهٔ بند د تخنیکي مطالعاتو بهیر له نږدې څخه و ارزولو او د هغه پلي کول یې په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې یو ارزښتمن ګام وبالهٔ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۳
Background image

بلخ ولایت کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژه پیل شوه

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي اړوند د پتلي ایلاق په سیمه کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژې چارې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د ماشینرۍ، مالي امکاناتو او تخنیکي ټیم په. . .

بیرته تګ

User account menu