د کاپیسا ولایت د تګاب له ولسوال سره د باغدرې بند محور ته د غځیدلې لنډې لارې په هکله خبرې وشوې
د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د دغه ریاست د تخنیکي سلاکار او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په ملتیا د کاپیسا ولایت د تګاب له ولسوال محترم مولوي مرتضی خالد سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د باغدرې بند محور ته د ترټولو لنډې غځيدلې لارې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او نوموړي ولسوال په دې برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
