د کرهڼې او اقتصاد وزارتونو له استازو سره د اوبو چارو د تنظیم اړوند طرحو په هکله د نظر غوښتنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۲:۳۶
1

په یاده ناسته کې، د کرهڼې او اقتصاد وزارتونو د استازو د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي مسؤلینو سره د « د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو طرحې، د ځمکې لاندې اوبو د تعرفې یا اجورې څخه د ګټي اخیستنې طرحې، د باران اوبو د راټولو په موخه د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې طرحې، د کرهڼې او سرسبزي په موخه د فاضلابو د تصفیې څخه د ګټې اخیستنې طرحې او د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي طرحې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه. د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د یادو طرحو په هکله د نظر غوښتنې ناسته د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو سره په عمومي توګه ترسره شوې وه، او پکې پرېکړه شوې وه چې د هر وزارت استازي په جلا توګه د یادو طرحو له کميټې سره په ګډه د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو سره د دوی پر اړینو او اغېزمنو اندونو په شاملولو باندې کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu