د کمال خان بند پروژې د چارو د چټکتیا په موخه د قراردادي شرکت له استازي او د وزارت د تخنیکي  مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۴:۲۸
۱

 

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزارده د یوې غونډې په ترڅ کې د کمال خان بند پرژوې د قراردادي  شرکت له استازي او د وزارت د تخنیکي مسؤلینو سره د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو د چټکتیا او ښه والي په هکله خبرې اترې وکړي.

په یاده غونډه کې، د قراردادي شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري محترم مقام ته ډاډ ورکړ چي د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به د خپلو ټولو شونو هڅو څخه کار واخلي.

همدارنګه د اوبو ښاغلي معین، هم قراردادي شرکت ته د رهبري مقام له خوا د همکاري ډاډ ورکړ او د یاد شرکت استازي او تخنيکي مسئولینو ته یې د اړتیا وړ لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu