د کمال خان مقبره چې د کمال خان بند په کاسه کې یې موقعیت لره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له خپلو ځای څخه د بند نږدې ساحې ته انتقال شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۹:۲۸
22

کمال خان سنجراني چې د اوه سوه کالو په شاه و خوا کې یې به دغه سیمه کې ژونده کوه، یو ملي، وطندوست، ولسي او مبارز شخص وو، هغه تل هڅه کوله چې د هلمند مست سیند مهار شي او د اوبو په مدیریت وکولی شي دغه حاصل خېزه ځمکې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي او د سیستان د پرمختګ لامل شي.

هغه په خاورو، لرګیو او بياوړي هوډ چې خلکو ور سره مرسته نه کوله او باور یې نه کوه چې په نه شته نفوس به د هلمند اوبه مهار شي او دا به د سیستان د ښکلا لامل شي.

اما دغه بند د تیمور لنګ د لشکرکشۍ پر وخت چې هغه او ملګرو یې ور سره سخت مقاومت وکړ، د تیمور لنګ لشکر دغه بند ویجاړ او له مینځه یوړ.

بند ویجاړ شو خو په ویجاړئ سره یې د سیستان خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ شول، تر څو یو ځل بیا شهید داود خان د دغه بند د رغولو هوډ وکړ چې کودتا له هغه دغه فرصت واخیست، خو په دې وروستیو کې جلالتمآب محمد اشرف غني هوډ وکړ تر څو دغه بند جوړ کړي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د اوبو ذخیره کول پيل شي.

د سردار کمال خان د یادونو په پاس د ټاکل شوې کميټې، د ولایت مقام ټولنیزې مرستیالې حاجي روح ګل خیرزاد، د چهاربرجک ولسوال سلیمان مرادی، متنفذین، قومي مشران او علماء چې د ولایتي شورا لخوا یې نعمت الله صدیقي استازولي کوله د دغه ملي او نه هېرېدونکي شخص مقبره یو امن ځای ته انتقال شوه چې ډير ژر به هلته يو با عزته ارامګاه سره د هغه ژوند لیک جوړه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu