د کندز ولایت په چهار درې ولسوالي کې د کروندګرو د ځان بسیاینې تر سرلیک لاندې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت له لوري د چهار درې مرستیال ولسوال محترم مولوي هجرت الله خبیب، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر آمر محترم مولوي عبدالحمید او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کروندګرو د ځان بسیاینې د تګلارې په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغې تګلارې پر بنسټ ګروندګر کولای شي ، چې خپلې ستونزې په خپل مټ په چټکۍ سره هوارې کړي او د کانالونو اړوند ستونزې به د ټولو شوو پيسو په واسطه د نوموړي ولسوالي له اړوندو ادارو او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ په عاجل ډول هوارې شي.