د ګردیز- زرمت سړک د جوړولو چارې رسما نن پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۵:۳۷
1

 د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او زرمت ولسوالي ترمنځ غځیدلي سړک د جوړولو چارې نن د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کورنیو چارو وزارت معین محترم مولوي محمد نبي عمري، د ټولګټو چارو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح د پکتیا والي محترم حاجي دعوت صاحب، د یاد ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله صلاح الدین د پکتیا ولایت د ټولګټو چارو رئيس او نورو ولایتي رئيسانو او د زرمت د قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د یادو مراسمو په بهیر کې امارتي مسؤلینو د خپلو ویناو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو، امکاناتو او متوازن انکشاف په چوکاټ کې به د سیمې لپاره د نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره هم هڅې وکړي، ترڅو خپلو مجاهدو هېوادوالو ته د هوسا او بسیا ژوند شرایط برابر کړي.

په ورته مهال، د سیمې اوسیدونکو او قومي مشرانو د یادې پروژې د چارو له پیلولو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د دغې پروژې په سر ته رسېدلو سره به د سیمې د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.

دغه غونډه د ګران هېواد او هېوادوالو د آبادي، سوکالي او سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

یاده دې وي چې یاد سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دی چې د زرمت پر ولسوالي برسېره د روحاني بابا ولسوالي او غزني او پکتیکا ولایتونه د پکتیا ولایت له مرکر(ګردیز) سره نښلوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu