د یتیم تپې څنډو ټينګښت د نهمې برخې(لاټ) پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۶:۱۹
1

۱۱/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند د یتیم تپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو  په ټولیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د امان‌الله وطنیار ودانیز شرکت د استازي محترم عرفان‌الله برکي ترمنځ لاسلیک شو.

د اوبو او انرژي محترم وزیر د دغه قرارداد د لاسلیک پرمهال، د دغې پروژې  اهمیت او اړتیا ته اشاره وکړه، او هغه یې د سیند څنډو ویجاړیو د مخنیوي، په درقد ولسوالي کې د کرنیزو ځمکو او د نوموړې ولسوالي د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې اړین او حیاتي وبلله. د دغه قرارداد پر بنسټ، په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۱ متره سور په درلودلو سره به د نوموړي شرکت له لوري د ساحې تر سپارلو وروسته د یوه کال په موده کې تطبیق شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو اقداماتو څخه ګڼل کېږي، او په همدې برخه کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پلې شوې، چې په پایله کې د ګڼ شمېر هېوادوالو ځان، شتمني او کرنیزې ځمکې د سیند د ویجاړیو له ګواښ څخه خوندي شوي دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu