د یونسیف محترمې موسسې د پرله پسې همکاریو په دوام

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۵۳
1

د یونسیف محترمې موسسې د پرله پسې همکاریو په دوام، 100 پایې د ځمکې لاندې اوبو د ارقامو اخیستلو سیستمونه او اوه قلمه د اوبو د تست کیمیاوي توکي چمتو او ددغه وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست ته وسپارل شول.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو انجنیران او متخصصین به د نوموړو وسایلو څخه په استفادې سره وکولای شي، چې په سیندیزو حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو وضعیت په دوامداره توګه وڅاري.

نوموړي سیستمونه په اتوماتیک او دوامداره توګه د ځمکې لاندې اوبو نوسانات ثبتوي او د اوبو سرچینو څانګې ته دا وړتیا ورکوي، چې په آنلاین توګه یې ارقامو ته لاسرسی ولري.

همدارنګه، د وزارت په څیړنیزو لابراتوارونو کې به د نوموړو کیمیاوي توکو څخه د اوبو د کیفیت د آزمویلو لپاره ګټه واخیستل شي، ترڅو د اوبو کیفي وضعیت وارزول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۰:۴۸
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

 

د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د علماؤ شورا رئيس محترم شیخ مولوي شریف  او د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د خروار ذخیروي بند د. . .

بیرته تګ

User account menu