د یوه افغاني او روسي شرکت مسؤلینو د ارغستان د لورې بند په پروژه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د افغان- جرمن باختر شرکت او د روسیې هېواد د اوبو او انرژي انسټیټوټ له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لورې بند په پروژه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د ارغستان د لورې بند پروژې د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او د دغې پروژې د سروې، تخنیکي مطالعاتو او ډيزاین د پيل په موخه یې خپل چمتووالی څرګند کړ.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لورې بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره د نوموړو شرکتونو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې ډېر ژر دې د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د هوکړه لیک سره سم عملي چارې ډېر ژر پيل شي.
