زابل ولایت کې د څلورو کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې
د زابل ولایت مرکز اړوند قلات کې د لیکک، عیسی زي، باکرزایۍ او لندۍ کانالونو د پاکاري چارې د زابل ولایت مرستیال والي ښاغلي سلیمان آغا بهیر، د ترنک قلات فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالکریم ذوالفقار او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
ښاغلي ذوالفقار د موسساتو له مسؤلینو څخه په زابل ولایت کې د چکډمونو، سربندونو، استنادي او ګبیوني دیوالونو د جوړولو غوښتنه وکړه او پر دوه اړخیزو همکاریو باندې یې ټینګار وکړ.
د یادو کانالونو د پاکاري چارې د UNHCR او ACRO موسساتو په مالي ملاتړ د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
