غزني ولایت کې د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو تر خړوبولو وروسته بندې شوې.
د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسئولینو له لوري د یاد ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د سردې بند اوبه د ۱۴ ورځو لپاره خوشي شوې وې، چې د یادو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو تر خړوبولو وروسته بیرته بندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې له یاد بند څخه د غزني ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې 30 زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي.
