غزني ولایت کې د سردې بند پروژې د حفظ او مراقبتي چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د غزني ولایت د فرعي سیندیزې حوزې د ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د غزني ولایت د سردې بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لار ښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې پلي کول د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یوه کورني شرکت سره د 13.4 میلیونه افغانیو په ارزښت قرار داد شوی دی.