غزني ولایت کې د کاریزونو د جوړولو او پاکاري چارې د (۷۲۱۵۲) ډالرو د (۴۹۴۲۴۱۲)  افغانیو معادل ارزښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۶
1

د غزني ولایت په زنخان ولسوالي کې د تورمي، ګوګرد، خوشکک او سورخ تالا او په واغظ ولسوالي کې د جلال، فتح قلعه، خانمود قلعه او لالا قلعه کاریزونو د جوړولو او پاکاري چارې د یونسکو نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۷۲ زره ۱۵۲ امریکايي ډالرو (۴ میلیونه او ۹۴۲ زره او ۴۱۲ افغانیو) معادل  لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پيل شوې.

د یادونې وړ ده چې په نوموړو پروژو کې د کارېزونو پاکاري، د دهنو پخول او د ویجاړو شوو څاګانو بیارغونه شامله ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

بیرته تګ

User account menu