غزني ولایت کې د کاریزونو د جوړولو او پاکاري چارې د (۷۲۱۵۲) ډالرو د (۴۹۴۲۴۱۲) افغانیو معادل ارزښت پیل شوې

د غزني ولایت په زنخان ولسوالي کې د تورمي، ګوګرد، خوشکک او سورخ تالا او په واغظ ولسوالي کې د جلال، فتح قلعه، خانمود قلعه او لالا قلعه کاریزونو د جوړولو او پاکاري چارې د یونسکو نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۷۲ زره ۱۵۲ امریکايي ډالرو (۴ میلیونه او ۹۴۲ زره او ۴۱۲ افغانیو) معادل لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پيل شوې.
د یادونې وړ ده چې په نوموړو پروژو کې د کارېزونو پاکاري، د دهنو پخول او د ویجاړو شوو څاګانو بیارغونه شامله ده.