فاریاب ولایت کې د څلور هایدرولوژي سټیشنونو او دوو چکډمونو تخنیکي سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیمونو د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همکاري سره د فاریاب ولایت په قیصار، المار او دولت آباد ولسوالیو کې د غلبله او میر آدم چکډمونو او د چیچکتو، ینګي زرغوي، پټه بابا او نږدي بابا د هایدرولوژي سټیشنونو تخنیکي سروې ترسره کړه.
همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د یادو ولسوالیو له قومي مشرانو سره هم وکتل او هغوی ته یې د هایدرولوژي سټیشنونو او چکډمونو د تخنیکي سروې په هکله اړین معلومات وراندې کړل.