لغمان ولایت کې د بدیع الاباد کانال چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۶:۲۴
1

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د بدیع الاباد کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د لا غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې کړې.

د نوموړي کانال چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې او سمهال ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه کانال چې ۷ کیلو متره اوږدوالی لري، د چارو په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۹
Background image

هرات ولایت کې د آسیادیو تحکیماتی پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چترلاندې د اوبو څارنې او ارزونې تخنیکې ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند ګلران ولسوالي کې د آسیادیو تحکیماتي  پروژې څخه څارنه او. . .

بیرته تګ

User account menu