له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د تطبیق په هکله له ایراني پانګوالو سره د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئیسانو، تخنیکي مسئولینو او د مشارکت طوس آب او توس مسیر شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د یادو شرکتونو استازو په یوه پرزنټیشن کې د خپلې د پانګونې طرحه وړاندې کړه او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تخنیکي مسئولینو د خپلو د څېړنو او سروې پایلې له دوی سره شریکي کړې.
د اوبو ښاغلي معین د دواړو لورو د طرحو او معلوماتو تر څېړلو وروسته د دواړو لورو ترمنځ یې پر همکاري او همغږي باندې ټینګار وکړ او اړونده مسئولینو ته یې د اړتیا وړ لارښوونې وکړې.
