لوګر ولایت کې د آبچکان ذخیروي بند مشاهداتي سروې ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د یاد ریاست سلاکار انجنير فضل الرحمن عمرزی او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز اړوند په آبچکان سیمه کې د آبچکان ذخیروي بند مشاهداتي سروې ترسره کړه.
د یاد بند په جوړېدو سره به زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه، د ځمکي لاندې اوبه تغذیه او برېښنا به هم تولید شي.