لوګر ولایت کې د 3.4 میلیونه افغانیو په ارزښت شل کړۍ د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو کیندنې او لاسي پمپونو د جوړولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۲۸
1

یادې پروژې د لوګر مرستیال والي محترم محمد انور دین پرور، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د آی، دبلیو، دبلیو، اې، اې خیریه موسسې رئیس انجنیر سردار ولي، د ترکي خیره بنسټ مسئول او یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو د ګټې اخسیتنې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي او د لوګر سیندیزې فرعی حوزې رئیس د نوموړو سیمو له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د یادو پروژ ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې پروژې د لوګر ولایت مرکز او برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت سره په تفاهم او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او همغږۍ سره پلي شوې، چې 840 کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

بیرته تګ

User account menu