میدان وردګ ولایت کې د برېښنا د توزیعي شبکې تخنیکي سروې پیل شوه
د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري چوپړونو مشورتي ریاست(واپيکا) مسؤلینو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کې د برېښنا د توزیعې شبکې تخنیکي سروې پیل کړه.
همدارنګه د نوموړي ریاست مسؤلینو د نرخ ولسوالي له مشرانو او سپین زېرو سره لیدنه وکړه او د نوموړې پروژې د سروې او پلي کولو په هکله یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.