میدان وردګ ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د بې‌ځایه لګښت او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي او د څاڅکي اوبو سیسټم فعالولو په هکله معلومات وړاندې شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۵
1

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او ورسره مل تخنیکي ټیم چک ولسوالي ته سفر وکړ او د نوموړې ولسوالي له ولسوال محترم عبدالغني آخندزاده او د خلکو له استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي حلیم د ځمکې لاندې اوبو د بې‌ځایه لګښت او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي، د څاڅکي اوبو سیسټم د فعالولو او د اوبو او انرژي په برخه کې د دغه ریاست د منظور شوو پروژو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د چک ولسوال او د خلکو استازو په دغه لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د خپل سرو څاګانو د کېندلو په برخه کې به همکاري وکړي او د چکډمونو، سربندونو او اوبو بندونو د جوړولو په برخه کې خپلې غوښتنې له ښاغلي حلیم سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu