ننګرهار ولایت کې د برکاشتوت د سربند تحکیماتو او کانال پروژه د کابو یو نیم میلیون آمریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته  وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۱:۱
1

د ننګرهار ولایت په خیوي ولسوالي کې  د برکاشتوت د سربند تحکیماتو او کانال پروژه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه اییزو چارواکو په شتون کې د کابو یو نیم میلیون آمریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د یادې پروژې څخه ۱۲۰۰ کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول څخه ګټه اخلي او د ۱۲۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې د جاپان PMS موسسې له خوا د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې  پلې شوي ده.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد رباني سره وکتل او د اوبو پروژو د غوره مدیریت په هکله یې ورسره بحث او د نظر تبادله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu