هرات ولایت کې د اوبو اړوند یو شمېر تخنیکي کړنلارې او برنامې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۵۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هرات د اوبو او انرژي ریاست د اوبو سکتور پورې اړوند یو شمېر پلې شوې کړنلارې، برنامې او روان فعالیتونه د کیفیت ارزونې، په چارو کې د روڼتیا د تامین، د شته ستونزو او ننګونو د پېژندنې او د کاري بهیر د لا اغېزمنتیا لپاره د اصلاحي وړاندیزونو د وړاندې کولو په موخه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د نوموړو ریاستونو مسؤلینو ته د چارو د سمون او ښې همغږۍ په موخه اړینې تخنیکي او مسلکي لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

بیرته تګ

User account menu