هرات ولایت کې د باران اوبو راټولولو جذبي څاګانو کېندلو د ارزښت او اغېزمنتیا په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۲:۲۷
1

د هرات د اوبو او انرژي رئيس او د دغه ریاست تخنیکي ټیم د تېلو ټانکونو ټولنې له رئيس او غړو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د تېلو ټانکونو په انګړ کې د باران اوبو راټولولو جذبي څاګانو کېندلو د ارزښت او اغېزمنتیا او میټرونو د نصب په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم په دغه ناسته کې د جذبي څاګانو کېندلو د ارزښت، څرنګوالي او په دې برخه کې  د تېلو ټانکونو د خاوندانو د رول په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال، د تېلو ټانکونو ټولنې رئيس او غړو د تېلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

بیرته تګ

User account menu