هرات ولایت کې د پاشدان بند د پروژې قرارداد تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۷:۱۵
1

د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي د تېرو ناستو په دوام کې، دا ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخند، د اوبو او انرژي وزارت، د اقتصاد وزرات، د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملې ادارې د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه او د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې قرارداد یې تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیو.

 په یاده ناسته کې، د پاشدان بند پروژه په بشپړه او هر اړخیزه توګه تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوه او د یاد قرارداد پر منځپانګې باندې تر اړین بحث او د اندونو تر تبادلې وروسته، یاد پلاوي د خپلو څېړنو پایلې یې په یوه راپور کې چمتو کړ، ترڅو د اسلامي مارت له کابینې سره  شریک کړي.

د پاشدان بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د کار لاندې پروژو څخه یوه ستره پروژه ده، چې په هرات ولایت کې د اوبولګولو او د برېښنا د تولید په موخه په لاره اچول شوې ډه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu