هرات ولایت کې د پاشدان بند د پروژې قرارداد تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شو
د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي د تېرو ناستو په دوام کې، دا ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخند، د اوبو او انرژي وزارت، د اقتصاد وزرات، د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملې ادارې د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه او د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې قرارداد یې تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیو.
په یاده ناسته کې، د پاشدان بند پروژه په بشپړه او هر اړخیزه توګه تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوه او د یاد قرارداد پر منځپانګې باندې تر اړین بحث او د اندونو تر تبادلې وروسته، یاد پلاوي د خپلو څېړنو پایلې یې په یوه راپور کې چمتو کړ، ترڅو د اسلامي مارت له کابینې سره شریک کړي.
د پاشدان بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د کار لاندې پروژو څخه یوه ستره پروژه ده، چې په هرات ولایت کې د اوبولګولو او د برېښنا د تولید په موخه په لاره اچول شوې ډه.