هلمند ولایت کې د لښکري بازار کانال د جوړونې چارې پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۰
1

د هلمند ولایت پنجاو کلا سیمه کې د لښکري بازار کانال د جوړونې چارې د هلمند سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم محمد یعقوب قایم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی کانال ۲۵۰۰ متره اوږدوالی او  ۱.۵ عرض لري او چارې به یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي کانال چارې د یوه خیریه بنسټ په مالي لګښت د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu