پروان ولایت کې د میانه کمر کانال د پاکولو سروې بشپړه شوه
پروان ولایت د سالنګ ولسوالي په روی آب کلي کې د میانه کمر کانال د پاکولو سروې د غوربند- چاریکار تخنیکي ټیم له خوا بشپړه شوه.
یاد کانال ۲۴۰۰ متره اوږدوالی لري او د څه باندې ۵۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
