پنجشیر ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اوو پروژو سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د سروې او ډيزاین ریاست تخنیکي ټیم د پنجشیر ولایت په پریان، لومړې حصې، آبشار، درې، رخې او عنابې ولسوالیو کې د سیندونو څنډو د تحکیماتو، سربندونو، کانالونو او چکډمونو په برخه کې د اوو پروژو سروې ترسره کړه.
نوموړې پروژې به د تخنیکي اسنادو تر بشپړېدو او ډیزاین وروسته پلي شي.