پنجشیر ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اوو پروژو سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Jul 10 2024 10:15 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د سروې او ډيزاین ریاست تخنیکي ټیم  د پنجشیر ولایت په پریان، لومړې حصې، آبشار، درې، رخې او عنابې ولسوالیو کې د سیندونو څنډو د تحکیماتو، سربندونو، کانالونو او چکډمونو په برخه کې د اوو پروژو سروې ترسره کړه.

نوموړې پروژې به د تخنیکي اسنادو تر بشپړېدو او ډیزاین وروسته پلي شي.

User account menu