په ارزګان ولایت کې د اوبو د سپما په هکله کمپاین پیل شو
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج وکیل احمد نقی او د یاد ریاست د کارمندانو په ګډون، په ارزګان ولایت کې د اوبو د سپما په هکله کمپاین پیل شو.
د یاد کمپاین په ترڅ کې، د ارزګان ولایت په ټولو دولتي اداراتو، عمومي حمامونو او موټر وینځلو ځایونو کې د اوبو سپما په هکله پوسټرونه نصب شول.
