په اسلام کې د امیر د اطاعت په اړه د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سیمینار جوړ شو

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۲:۳۶
29/4/1401

 

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سیمینار د دې ادارې د رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمیر کارکوونکو په شتون کې جوړ شو.

دغه ښوونیز سیمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف په اسلام کې د امیر د اطاعت په اړه کارکوونکو ته مهم او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي عارف په خپلو خبرو کې وویل چې د امیر اطاعت په اسلام کې فرض دی او ټول مامورین یې وهڅول چې د خپلو آمرینو اطاعت وکړي.

د دعوت او ارشاد رئيس د خپلو خبرو په دوام کې مامورينو ته د اسلامي احکامو په رعايت، عدالت، تقوا ، اخلاص او له بیت المال څخه په سمه استفاده ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي مولوي عارف د دغو غونډو له جوړېدو څخه موخه د ارزښتناکو اسلامي درسونو زده کړه وبلله او د اسلام د سپېڅلي دين د درسونو زده کړه يې د ټولو مسلمانانو لپاره ضروري او ارزښتناکه وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu