په اوبو او انرژي وزارت کې د « امکان سنجي د مطالعاتو » تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړولو ښوونیزه برنامه پيل شوه
د مخکنیو ښوونیزو برنامو په لړ کې، دغه برنامه هم د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د تخنیکي پوهاوي د لوړولو او د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوې، چې پکې تر ۳۰ زیاتو کارمندانو ګډون کړی وو.
په دغه ښوونیزه برنامه کې د دوو ورځو په موده کې د «امکان سنجي د مطالعاتو » په هکله د دغې برخې د مسلکي او متخصصینو انجنیرانو له لوري ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کېږي.