په اوبو او انرژي وزارت کې د واټر شیډونو د مدیریت (Watershed Management) تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړولو ښوونیزه برنامه پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۴۵
1

 د مخکنیو ښوونیزو برنامو په لړ کې دغه برنامه هم د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو له لوري د دغه وزارت د یو شمېر نورو ریاستونو په همکاري سره د تخنیکي پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوه، چې پکې د مرکز او ولایتونو څخه څه باندې ۸۰ تنه انجنیرانو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې په دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه کې د واټر شیډونو د مدیریت او پکې  د جي، آی، اس برنامې د کارونې په هکله ګډونوالو ته د مسلکي او متخصصو انجنیرانو له لوري اړین معلومات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu