په بامیان ولایت کې د اوبو د څوارلسو پروژو سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د سروې ټیم د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همکاري سره د بامیان ولایت په ورس، پنجاب، دوهم نمبر یکاولنګ، سیغان او شیبر ولسوالیو کې د څوارلسو د څنډو د تحکیماتو، د کانالونو د سربندونو او چکډمونو د پروژو سروې ترسره کړه.