په تخار ولایت کې د نفس بیک کانال د بازو د تحکیماتو پروژه پیل شوه
د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالي کې د نفس بیک کانال د بازو د تحکیماتو پروژه د اسلو دفتر په مالي ملاتړ او د دشت قلعه ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي ټیم په همغږي سره پیل شوه.
د یادې پروژې په پلي کېدو سره به په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه د سیلابونو له خطراتو څخه خوندي شي.
