په شمال سیندیزه عمومي حوزه کې د تېر کال ستونزو او ننګونو ته د رسیدګي او د ۱۴۰۳ کال پلان د وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه
دغه ناسته د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی تر مشري لاندې د بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل او جوزجان سیندیزو فرعي حوزو د رئيسانو، سلاکارانو او آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د ۱۴۰۲ کال ستونزو او ننګونو ته د رسیدګي او د ۱۴۰۳ کال پلان د وړاندې کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اجراآتو پر تعقیبولو، د فعالیتونو پر لومړیتوب بندي، کره برنامه ریزۍ،د ۱۴۰۳ کال پلان د چارو پر چټکتیا او د اړوندو سیندیزو فرعي حوزو ستونزو ته د رسیدګي او د اړتیا وړ تجهیزاتو پر چمتوکولو باندې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو ستونزو ته د رسیدګي او د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
همدارنګه د ناستې په پای کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ستونزو ته د رسیدګي او د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.