د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس د یو، ان، او، پي، اس دفتر له مسؤلینو سره وکتل
د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د یو، ان، او، پي، اس دفتر له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي دفتر مسؤلینو د خپلو راتلونکو برنامو په هکله د نوموړې حوزې رئيس ته معلومات ورکړل او په دې هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، ښاغلي حاجي حکمت په دغه لیدنه کې د نوموړي دفتر له مسؤلینو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.