په غزني ولایت کې د دوو پروژو چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت په چټکۍ سره روانې دي
۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۱ هـ.ل
د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالي اړوند په شېر آباد کلي کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو له چارو څخه چې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، څارنه وکړه.
په یادو پروژو کې د یوه چکډیم، د څه باندې ۶ زره متره په اوږدوالي د یوه کانال، ۴ پلګوټو، ۵ سوپر بسیجونو او ۵ اوبهخوړونو جوړول شامل دي، چې د چکډیم چارې ۳۰ سلنه او د کانال چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.
په دغو پروژو کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ۵ زره جریبه ځمکو د خړوبېدو ترڅنګ، د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او همدارنګه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی هم وشي.
