په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل
د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وشو.
د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ، په غیر مستقیم ډول ۱۶۰ هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.
