په فراه، پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې به ډېر ژر د لمریزې برېښنا د درېو پروژو چارې پيل شي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۱:۵۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې د عوفي بهرام شرکت له استازي سره په فراه، پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې او ټينګار یې وکړ، چې ژر تر ژر دې د دغو پروژو قراردادونه لاسلیک او چارې دې پيل شي.

په ورته مهال، د انرژي برنامو تخنیکي مسؤلینو او د نوموړي شرکت استازو په فراه، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې د نوموړو پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې نوموړې پروژې د قرارداد لپاره چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه وزارت څو سترې پروژې د نوموړي شرکت په پانګونې سره پرمخ وړل کېږي، چې له هغې ډلې څخه د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده.

همدغه راز، د نوموړي شرکت استازي څرګنده کړه، چې لېواله دی په کابل کې تر ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په بله پروژه کې هم پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu