په لغمان ولایت کې د پنځه پنځوس ميلیونه افغانیو (۵۵۰۰۰۰۰۰) په ارزښت د دوه سربندونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

په لغمان ولایت کې د شمرام او میا صاحب سربندونو د جوړېدو چارې د پنځه پنځوس ميلیونه افغانیو (۵۵۰۰۰۰۰۰) په ارزښت د لغمان والي ښاغلي قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د یادو سربندونو چارې چې د خوړو نړیوال سازمان(WFP) په مالي ملاتړ د ABM موسسې له خوا د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لانې پلي کېږي، پکې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د یادو پروژو چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.