په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۲۱
1

د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي  او د یاد ولایت د مرکز، پل علم اړوند د ه نو او کمال خېلو کانالونو د پاکولو چارې د یو میلیون او یو سلو اته شپیته زره او یو سلو اته شپیته (۱۱۶۸۱۶۸) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین، لوګر سیندیزې فرعي حوزې د رئيس ښاغلي حاجی عمراخان صدیقي او د یادې ادارې د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یادو کانالونو د چارو په پيل سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او همدارنګه د پروژې تر ګټې اخیستنې وروسته به ۱۶۱۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او تر نهه زره زیاتې کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د یادو پروژو چارې د اوبو سکتور د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu