په لوګر ولایت کې د څه باندې شپږ څلویښت زره امریکایې ډالرو په ارزښت د شاخ قند کانال د جوړولو پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۶:۱۵
1

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي په سفید سنګ نوآباد کلي کې د شاخ قند کانال د جوړولو پروژې چارې د شپږ څلویښت زره او اووه پنځوس اعشاریه څوارلس(46057.14) امریکایې ډالرو په ارزښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي سید امین هاشمي، د محمد آغې ولسوال میر محمد هاشم سادات او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د 1200 متره په اوږدوالي سره د سولې ریښې مؤسسې په مالي ملاتړ د لوګر سیندیزې فرعي حوزې او د کرنې او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې په بشپړېدو سره به یې 465 جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د اوبو ضایعاتو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu