په لوګر ولایت کې د یوه استنادي دیوال تخنیکي سروې ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یاد ولایت د مرکز اړوند د مهاجرینو ښارګوټي کې د سیلابونو د ویجاړيو د مخنیوي په موخه د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره د یوه محافظوي دیوال تخنیکي سروې ترسره کړه.
د یاد دیوال په جوړیدو سره به د یاد ښارګوټي نېژدې ۳۶۰۰ کورونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.
