په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۳۵ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۹:۵۱
1

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي  کې د پنځه دیرش زره، نهه سوه او نهه څلوېښت(۳۵۹۴۹) آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو، د کامې مرستیال ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو په ګډون پيل شوې.

نوموړی دېوال ۶۸۰ متره اوږدوالی لري او چارې یې د یو ان ډې پې سازمان په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې په همکاري پرمخ وړل کېږي.

د دغې پروژې چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په ورته مهال، د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالي اړوند د سلیمانخیلو اګام تنګي سروې د بند جوړولو په موخه ترسره کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

ارزګان ولایت کې د دهزک او ګرماب چکډیمونو څخه څارنه ترسره شوه

ارزګان ولایت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دهراود ولسوالي اړوند د دهزک چکډیم او مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب چکډیم څخه څارنه ترسره کړه.

د دهزک چکډیم کندن کاري چارې ۹۰ سلنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

بیرته تګ

User account menu