په هیواد کې د اوبو مدیریت په لور یو بل مثبت ګام؛ په اوبو او انرژۍ وزارت کې د عام المنفعه ۶ پروژو قراردادونه لاسلیک شول

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۴
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د لیندی ۱۰ نیټه) له خصوصي شرکتونو سره د ټولګټو ۶ پروژو قراردادونه ( د کانالونو د بیارغونې او د سواحلو د تحکیماتو پروژې) د ۴۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.

ښاغلی خُلمی په هېواد کې د اوبو مدیریت د ارزښت او اړتیا په اشارې سره وویل: ." دا پروژې په قندهار، هرات، پروان، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې د اوبو د ښه مدیریت، د سیلابونو زیانونو د مخنیوي او کرنې د ودې په موخه پیل شوې دي." چی شاوخوا له ۱۶۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به له دې پروژو څخه ګټه پورته کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د اوبو لګولو سیستم ښه والی د افغانانو په ژوند کې اغیزمن دي او ښاغلی خُلمی زیاته کړه "د اوبو او انرژۍ وزارت په هیواد کې د اوبو د سم مدیریت کولو لپاره په درې محورونو کې (د اوبو د سرچینو پیژندل، پراختیا او مدیریت ) کار کوي. چی د کانالونو او د سواحلو تحکیمات یو له هغو پلانونو څخه دی چې د اوبو سم مدیریت کولو لپاره اغیزمن دی."

په ورته وخت کې ، آغلی ذکیه سنګین، ښاغلی رییس عبدالخالق، ښاغلی انجنیر میر حیدر افضلي ، ښاغلی سید طاها صادق او ښاغلی خلیل احمد مجاهد د ولسي جرګې غړو د اوبو او انرژي وزارت مشرتابه څخه قدردانی وکړه او د دې ټولګټو ۶ پروژو قراردادونه لاسلیک کول د هیواد د کرنې او اقتصاد د ودې لپاره یې یو اغیزمن ګام وباله.

د شپږو پروژو له جمله څخه چی د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي شرکتونو ترمینځ لاسلیک شوی څلور پروژې ( د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې د ۱ لات د ارغنداب سواحلو تحکیماتو بیارغونه، د پروان ولایت په بگرام او سید خیل ولسوالیو کې د۱ لات او ۲ لات د غوربند سواحلو تحکیماتو بیارغونه او د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د ۱ لات د پنجشیر صیاد سواحلو تحکیماتو بیارغونه ) د سواحلو تحکیماتو پروژې دی او دوه نورې پروژې( د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د کهسان کانال بیارغونه او د کلستر لکو، قچر او چوچمن کانالونو بیارغونه) د کانالونو بیارغونه پروژې دی.

دا پروژې د ۴۱۰۹۵۲۰۰۰ په ارزښت د د نړیوال بانک په تمویل سره تطبیق کیږی چی د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د ۱۶۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبیږي او همدارنګه شاوخوا ۱۶۸۰۰ کورنۍ تړی ګټه پورته کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي وزارت جومات د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جومات د پرانیستې مراسمو کې د اوبو معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر اخندزاده، د مقام دفتر لوی رئیس قاري محمدعبدالعزیزعزیز، د ترکیې هيواد د  IDDEF مؤسسې مشر الشیخ محمد توران، ورسره یو شمير. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۳۹
Background image

بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې د اوبیزې برېښنا د تولید لپاره لومړنۍ امکان‌ سنجۍ سروې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي  وزارت یو پلاوي د انرژي د تنظیم آمریت مرکزي زون (بامیان) له استازي سره یو ځای، د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالي د باریکي کلي او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالي د تنګي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې د دوو اوبیزو برېښنا بندونو د بیا رغونې سروې وشوه.

د ننګرهار ولایت د شیرزاد او حصارک ولسوالیو دوه کوچني اوبیز برېښنا بندونه چې د تجهیزاتو تخریب او تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه لوېدلي، د اوبو او انرژي ریاست تر چترلاندې د ختیځ زون. . .

بیرته تګ

User account menu